د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنيت اړوند ۰۲ قطعې د خپلو عملياتو پرمهال ملکي وګړي وژلي.
د سيمې اوسېدونکو او قومي مخورو کليد ته وويل، تېره شپه د ملي امنيت اړوند ۰۲ قطعې د روداتو ولسوالۍ په شهيدانو سيمه کې پر يوه کور عمليات کړي چې، پرمهال يې د يوې ميرمنې او يو ماشوم په ګډون ۱۴ ملکيان وژل شوي او ۳ ټپيان دي.
د روداتو ولسوالۍ لسګونه اوسيدونکو نن په همدې غبرګون کې دجلال اباد ـ تورخم لويه لاره د دريو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
اعتراض کوونکو ويل، تېره شپه افغان ځواکونو په روداتو ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي دي او په دغه عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روداتوقومي مشر لطف الرحمن او يوه اوسېدونکي اتل خان کليد ته وويل، وژل شوو کسانو له هيڅ ډلې سره اړيکه نه لرله.
له بل لوري د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دغه عمليات او په دې عملياتو کې مرګ ژوبله تائيدوي خو وايي سيمې ته يې پلاوی استولی او له څيړنو وروسته به جزيات له رسنيو سره شريک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ولسي خلکو په خبره، د دې ولايت په سره رود ولسوالۍ کې ۰۲ قطعې عمليات کړي وو چې، پرمهال يې د دوو ماشومانو په ګډون ۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


