پخوانى افغان جمهور رئيس حامد کرزى وايي، بهتره به وه چې په اوسنيو شرايطو کې د ولسې جرګې ټاکنې نه وای شوې او د ۱۳۹۸ کال د جمهوري رياست له ټاکنو سره يو ځای او يا له هغه وروسته شوې وای.
حامد کرزي له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، لومړی بايد د سولې هڅو نتيجه ورکړې وای او وروسته ټاکنې شوې وای. نوموړي وويل که د افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره د ولسي جرګې ټاکنې لس کاله هم ځنډيدلې وای ،ارزښت يې درلود.
کرزي زياته کړه، ټاکنې د خلکو د هيلو خلاف وشوې ځکه په ټول افغانستان کې ونشوې او که شوې هم وي يوازې په ښارونو کې وې.
د افغانستان د ولسې جرګې ټاکنې له شاوخوا درې کاله ځنډ وروسته د وږي په ۲۸مه نېټه د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې وشوې او د ټاکنو د خپلواک کميسيون د لومړنيو معلوماتو له مخې کابو څلور ميليونو کسانو پکې ګډون وکړ.


