د فراه په بكواه ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بريد كې يو طالب قوماندان له خپلو څلورو وسله والو سره وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، وژل شوى طالب قوماندان اكليل نومېده او اصلي دنده يې د نيمروز په دلارام ولسوالۍ كې وه.
د يو بل خبر له مخې، د فراه د بالابلوك ولسوالۍ په شيوان كلي كې د ماين چاودنې درې طالبان وژلي دي.
محب زياته كړه، په دې پېښه كې د طالبانو موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
وسله والو طالبانو د دغو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ