د کشمير په اړه د عمران خان څرګندونو هند غوسه کړ

وروسته له هغې، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يوه ټويټ کې د هند پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، نوی ډيلی په اشغال شوي کشمير کې د خلکو وژلو ته دوام ورکوي او نور دې دغه ستونزه د خبرو او نړيوالو اعلاميو له مخې پای ته ورسوي، د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند راويش کومار يې په غبرګون کې وويل، پاکستان دې د هند په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.