ads

د سي آی اې مشره د خاشُقجي د قتل د څېړلو په هدف ترکيې ته رسېدلې

رويټرز خبري اژانس د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د امريکا د څارګرې ادارې سي آى اې مشره جينا هاسپل د خبريال جمال خاشُقجي د وژنې موضوع د څېړلو لپاره ترکيې ته رسېدلې ده.

نویسنده: mayar
1 لړم 1397
د سي آی اې مشره د خاشُقجي د قتل د څېړلو په هدف ترکيې ته رسېدلې

رويټرز خبري اژانس د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د امريکا د څارګرې ادارې سي آى اې مشره جينا هاسپل د خبريال جمال خاشُقجي د وژنې موضوع د څېړلو لپاره ترکيې ته رسېدلې ده.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پرون وويل، د متحدو ايالتونو لوړپوړي استخباراتي کسان په ترکيه کې دي، خو د هاسپل سفر ته يې اشاره ونه کړه.
د سعودي عربستان له لوري د خاشُقجي د وژلو له تاييد سره سره تر دې مهاله دا موضوع ګونګه ده او څوک ډېر نه پوهېږي، چې هغه څه ډول وژل شوی او چا يې امر ورکړی دی.
په دې تړاو د سعودي عربستان د چارواکو بېلابېلو څرګندونو هم د نړيوالو مشرانو غبرګونونه را پارولي دي.
له ډلې يې ټرمپ وايي، دی تراوسه هم د سعودي چارواکو په څرګندونو قانع شوی نه دی.
جمال خاشُقجي د روانې اكټوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول کې د امريکا په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA