د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، هغه كسان به له قانوني چلند سره مخ شي، چې د ولسي جرګې ټاكنو په مهال يې سرغړونې كړې او د ستونزو د رامنځته سبب شوې دي.
د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن مازديګر يوې خبري غونډې ته وويل، په دې اړه يې يوه كمېټه جوړه كړې، ترڅو ياد كسان پيدا كړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
صياد زياته كړه، د كندهار او د يكشنبې په ورځ له پرانيستل شوو ټاكنيزو مركزونو پرته د هېواد د ۳۱ ولايتونو په نورو ټاكنيزو مركزونو كې شاوخوا څلور ميليونه كسانو خپلې رايې كارولي، چې ۶۷ فيصده يې نارينه او ۳۳ فيصده يې ښځې دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس راى وركوونكو ته ډاډ وركړ، چې پاكې رايې به يې د خوښې وړ كانديدانو په ګټه حساب او تورې رايې به له سپينو جلا شي.
د ياد كمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې په سږنيو ټاكنو كې په شرايطو برابرو ۴۵ فيصده خلكو ګډون وكړ.


