ads

د ولسي جرګې ټاكنې نيمګړې وبلل شوې

سياسي ګوندونه او جريانونه د ولسي جرګې د ټاكنو ستونزې پلان شوې او سياسي بولي او ټينګار كوي، چې دا بهير نيمګړى او له پلان شوو درغليو سره مل و.
دوى وايي، كه چېرې حكومت او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د سياسي ګوندونو او جريانونو غوښتنې منلې واى، نو دا ټاكنې به څو چنده غوره او رڼې وې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 تله 1397
د ولسي جرګې ټاكنې نيمګړې وبلل شوې

سياسي ګوندونه او جريانونه د ولسي جرګې د ټاكنو ستونزې پلان شوې او سياسي بولي او ټينګار كوي، چې دا بهير نيمګړى او له پلان شوو درغليو سره مل و.
دوى وايي، كه چېرې حكومت او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د سياسي ګوندونو او جريانونو غوښتنې منلې واى، نو دا ټاكنې به څو چنده غوره او رڼې وې.
د سياسي ګوندونو او جريانونو د كمېټي غړي نور رحمان اخلاقي نن د جمعيت اسلامي ګوند په استازيتوب په يوه خبري غونډه كې وويل، بايومټريك دستګاوې په ټاكنو كې د درغلۍ د مخنيوي لپاره نه دي كارول شوي او د هغو ټاكنيزو مركزونو رايې د باور وړ نه دي، په كومو كې چې راى وركوونكي نه دي بايومټريك شوي.
نوموړي د ټاكنو خپلواك كمېسيون په كمزوري مديريت تورن كړ.
سياسي ګوندونو او جريانونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ټينګار وكړ، چې ډېر ژر به د ولسي جرګې ټاكنو په اړه خپل ګډ او وروستى دريځ اعلان كړي.
خو د ټاكنو خپلواك كمېسون چارواكي وايي، په ټاكنو كې د درغلۍ ادعا كوونكي دې ورته اسناد وړاندې كړي، ترڅو دوى يې له مخې قانوني اجراآت وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA