ads

په چپرهار كې څلورو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال څلورو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
په چپرهار كې څلورو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال څلورو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دا عمليات د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د چپرهار په تريلي، دولتزيو او غازيانو کليو کې ترسره کړي دي.
د سرچينې په وينا، په دې عملياتو کې يو داعش جنګيالى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، د وژل شوي داعش جسد او وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA