په كابل كې ټرافيكي پېښې ۳۶ كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل په قره باغ ولسوالۍكې د ټرافيكي پېښې له كبله ۳۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قره باغ ولسوال محمد عظيم دل اقا وايي، دا پېښه تېر ماښام د دې ولسوالۍ په باريك آب سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې له كابله كاپيسا ته د يوه واده د تلونكي كاروان موټرونه په خپلو كې سره ټكر شول.