ټاكل شوې سبا له كندهار او غزني پرته د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، د راى وركولو مركزونه به د سهار په اتو بجو د راى وركوونكو پرمخ پرانيستل شي.
د ولسي جرګې ټاكنو ته د څه باندې ۴۰۰ ښځو په ګډون شاوخوا ۲۵۶۰ كسانو ځانونه كانديد كړي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، شاوخوا اته اعشاريه اته ميليونه كسانو په دغو ټاكنو كې د ګډون لپاره نومليكنه كړې ده.
كه څه هم هېوادوال د ټاكنو ورځې د امنيت په اړه اندېښنه لري، خو امنيتي ارګانونه ډاډ وركوي، چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې ترسره كېدونكو ټاكنو ته سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې د لومړي ځل لپاره په ټاكنو كې له بايومټريك سيسټمه ګټه پورته كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


