د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د پنځو پاكستانيانو په ګډون د ۵۶ وسله والو مخالفينو د وژلو، د شپږو د ټپي كولو او دوو نورو د ژوندي نيولو ادعا كړې ده.