د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر بريد شوى

د لوګر د ولايتي شورا پر دفتر د نامعلومو وسله والو لخوا شوى د لاسي بمونو بريد مرګ ژوبله نه لري.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزى وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۳۰ دقيقې يې پر دفتر درې لاسي بمونه وغورځول شول، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.