حيات: د ولسي جرګې ټاكنو ته هراړخيز چمتووالى نيول شوى
په ننګرهار كې د ولسي جرګې ټاكنو لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي دي.
والي حيات الله حيات وايي، د شنبې ورځې ټاكنو ته يې په دې ولايت کې هراړخيز چمتووالى نيولى دى.
نوموړى زياتوي، د ټاکنو د ولايتي کمېسيون له لوري اړين ټاکنيز توكي ټاكنيزو مرکزونو ته لېږدول شوي او د ټولو مرکزونو د امنيت ساتنې په هدف يې سرتېري ګومارلي دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed