ads

جمهور رئيس غني د هېواد عمومي امنيتي وضعيت وارزاوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنيتي وضعيت وارزاوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 تله 1397
جمهور رئيس غني د هېواد عمومي امنيتي وضعيت وارزاوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنيتي وضعيت وارزاوه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني په کندهار کې د پرونۍ تروريستي پېښې له كبله د امنيتي او دفاعي سکټور مسوولينو ته تسليت ووايه او همدارنګه يې د هېواد د امنيتي حالت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
ده د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو د ټينګو امنيتي تدابيرو د قدردانۍ ترڅنګ د ملي امنيتي ځواکونو سرښندنې او د دښمن د ځپلو په برخه کې د دوى اتلولۍ وستايلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA