پرون ماښام د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی.
د پروان امنيتي چارواکي وايي، په دې پېښه کې د امريکايي ځواکونو د ګزمې موټر زيانمن شوی خو چا ته زيان نه دی اوښتی خو وسله وال طالبان بيا ادعا کوي چې په دې بريد کې يې ډېر شمېر امريکايي سرتېري وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې .


