ads

نن سهار اووه بجې د سکوت دوره پيل شوه

د ټاکنيز مهالوېش له مخې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاينونه نن سهار ۷ بجې پای ته ورسېدل او د سکوت دوره پيل شوه چې ۴۸ ساعته دوام کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 تله 1397
نن سهار اووه بجې د سکوت دوره پيل شوه

د ټاکنيز مهالوېش له مخې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاينونه نن سهار ۷ بجې پای ته ورسېدل او د سکوت دوره پيل شوه چې ۴۸ ساعته دوام کوي.
دغه دوره د شنبې ورځې د سهار تر اوو بجو چې د رای ورکولو مرکزونه پرانيستل کېږي دوام کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات له کليد سره په خبرو کې له نوماندانو وغوښتل چې د سکوت دوره مراعات کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د شنبې په ورځ له غزني پرته د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA