د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مسوولين وايي، اووه کسان د مختلفو دلايلو له مخې د ولسي جرګې د نوماندانو له لېست څخه لرې کړل شوي دي.
د دغه کمېسيون وياند علي رضا روحاني نن يوې خبري غونډې ته وويل، چې روحينا وليزاده له ميدان وردګ، عبدالکريم شفق له فراه، حبيب الله غورياني او احمدشاه سادات له هرات، عبدالله ساحل له کندز، غلام نبي صادقي له غور او سميرا خيرخواه له بلخ ولايت څخه د نوماندانو له لېست څخه حذف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ۳۵ کسان د ولسي جرګې د نوماندانو له لېست څخه لرې کړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


