ads

نن د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې يوه لوبه ترسره کېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو شپاړسمه لوبه به نن شپه د كابل او كندهار لوبډلو ترمنځ وشي.

نویسنده: mayar
24 تله 1397
نن د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې يوه لوبه ترسره کېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو شپاړسمه لوبه به نن شپه د كابل او كندهار لوبډلو ترمنځ وشي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.
كابل تر دې مخكې په خپلو ترسره كړو شپږو لوبو كې درې بايللې او درې يې ګټلې دي او كندهار بيا يوه بريا او څلور ماتې لري.
د اې پي اېل په لومړي پړاو كې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار شاملې دي.
په دغه ليګ كې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم لوبېږي.
دا سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA