د شمالي کوريا مشر امريکا ته د دغه هېواد د اټومي بنسټونو د لېست له سپارلو ډډه وکړه.
كيم جونګ اون د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيو د غوښتنې په ځواب کې ويلي، که باور وجود ونه لري، د دې لېست سپارل ګټه نه کوي او بيا به هم واشنګټن پر پيونګيانګ بې باوره وي.
اون زياته کړې، ښايي وروسته د اټومي تاسيساتو د څرنګوالي په تړاو هم معلومات ترې وغوښتل شي، چې دغه څه د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات رامنځته کولای شي.
د شمالي کوريا مشر ټينګار كړى، چې د دوى د اټومي پروګرام تر څېړلو مخکې بايد د واشنګټن او پيونګيانګ تر منځ د باور فضا جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ټرمپ ويلي و، د شمالي کوريا پر مشر باور لري.
دوی دواړو د روان ميلادي کال د جون مياشتې په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې لومړنۍ تاريخي ليدنه درلوده او د دوهمې ليدنې لپاره يې هڅې روانې دي.


