ads

د کندوز ولايت د پراختيايي پروژو د تطبيق څرنګوالی وارزول شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې غونډه كې د کندوز ولايت د پراختيايي پروژو د تطبيق څرنګوالى وارزول شو.

نویسنده: mayar
22 تله 1397
د کندوز ولايت د پراختيايي پروژو د تطبيق څرنګوالی وارزول شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې غونډه كې د کندوز ولايت د پراختيايي پروژو د تطبيق څرنګوالى وارزول شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه كې، چې په ارګ كې جوړه شوې وه، د هېواد جمهور رئيس وويل، کندوز د ظرفيت له پلوه د هېواد تر ټولو بډاى او متحرک ولايت دى، چې لږه پاملرنه ورته شوې ده.
ده زياته كړه، په ولايتونو کې تشکيلات بسنه نه کوي، ډېر ژر به د کندوز په ګډون د هېواد په ولايتونو کې مثبت بدلونونه راشي او همدارنګه به له مرکزه ولايتونو ته د راتلونکي کال بوديجه ولېږدول شي.
جمهور رئيس غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت او په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوري رياست ستر سلاکار اجمل احمدي ته لارښوونه وکړه، چې د کندوز د سپين زر تصدۍ د بېرته فعالولو په اړه خپله طرحه وړاندې کړي.
بلخوا د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د کندوز ښار د ماسټر پلان په تړاو خپل راپور وړاندې کړ او په وينا يې، له مرکزه استول شوي پلاوي د دغه ښار ماسټر پلان ارزولى، چې له بشپړولو وروسته به يې عملي كار پيل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA