د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړى استازى ضمير کابلوف وايي، د افغان سولې په اړه د مسکو مشورتي غونډه ښايي د روانې اکټوبر مياشتې تر پايه جوړه شي.
هغه دا خبره د جمعې په ورځ د تاس خبري اژانس د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وكړه.
د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون دغه مشورتي غونډه د تېرې سپټمبر مياشتې په څلورمه نېټه كېده، خو افغان حکومت او امريکا په کې له ګډونه ډډه وکړه او د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف او جمهور رئيس محمد اشرف غني ترمنځ د ټيليفوني خبرو په مهال يې د ځنډولو پرېكړه وشوه.
وروسته بيا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ايګور مورګولوف وويل، دا مشورتي غونډه ښايي د روان ميلادي كال تر پايه وشي.


