ads

نن د افغانستان د کرکټ غوره ليګ دوه لوبې ترسره كېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو دولسمه لوبه به نن د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو او ۳۰ دقيقو د پكتيا او بلخ لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 تله 1397
نن د افغانستان د کرکټ غوره ليګ دوه لوبې ترسره كېږي

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو دولسمه لوبه به نن د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو او ۳۰ دقيقو د پكتيا او بلخ لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو كې پيل شي.
همدارنګه به په ديارلسمه لوبه كې، چې د ماخوستن په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي، د كندهار او ننګرهار لوبډلې سره مخ شي.
د پرونيو دوو لوبو لومړۍ يې پكتيا له كندهاره او دوهمه يې ننګرهار له كابله وګټله.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل په لومړي پړاو كې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار لوبېږي.
په دغه ليګ كې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم برخه لري.
دا سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA