د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس په دوشنبې كې د شانګهاى د همكارۍ سازمان د ۱۷مې غونډې په څنډه كې د څو هېوادونو له چارواكو سره ليدلي دي.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند امېد ميثم نن كليد ته وويل، عبدالله د تاجكستان، بيلاروس، ازبكستان او چين له لومړي وزيرانو، د هند د بهرنيو چارو له وزير او د ايران د بهرنيو چارو وزارت له استازي سره وكتل.
د هغه په وينا، د ليدنو په مهال د يادو هېوادونو چارواكو د تروريستي ډلو په ضد ګډه او صادقانه مبارزه يوه اړتيا وبلله او په دې برخه كې يې له افغانستان سره د همكارۍ ژمنه وكړه.
عبدالله تاجكستان ته له دوه ورځني سفر وروسته تېر ماښام هېواد ته راستون شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


