د امريكا ولسي جرګه په افغانستان كې د واشنګټن د ستراتېژۍ له پرمختګونو خوښه ده

د امريكا د ولسي جرګې رئيس پاول راين وايي، د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ د برياليتوب لپاره بايد له صبر او حوصلې كار واخيستل شي.
ده تېره ورځ له افغانستانه تر ستنېدو وروسته په واشنګټن كې وويل، په دې هېواد كې د يادې ستراتېژۍ د عملي كېدو په ترڅ كې له رامنځته شوو پرمختګونو خوښ دى.