ads

د امريكا ولسي جرګه په افغانستان كې د واشنګټن د ستراتېژۍ له پرمختګونو خوښه ده

د امريكا د ولسي جرګې رئيس پاول راين وايي، د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ د برياليتوب لپاره بايد له صبر او حوصلې كار واخيستل شي.
ده تېره ورځ له افغانستانه تر ستنېدو وروسته په واشنګټن كې وويل، په دې هېواد كې د يادې ستراتېژۍ د عملي كېدو په ترڅ كې له رامنځته شوو پرمختګونو خوښ دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 تله 1397

د راين په خبره، كه څه هم افغان امنيتي ځواكونو درانه تلفات ليدلي، خو توانېدلي چې د وسله والو طالبانو د بريدونو په وړاندې مقاومت وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېر ميلادي كال په اګسټ مياشت كې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ د اعلان په مهال وويل، دغه هېواد ته به شاوخوا ۴۰۰۰ نور سرتېري ولېږي.
متحده ايالات غواړي افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو او پر پاكستان د فشار زياتولو سره طالبان له افغان حكومت سره خبرو ته حاضر كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA