دانش: لسګونه زره امنيتي سرتېري به د ټاكنو امنيت وساتي

كه څه هم عام خلك او د مدني ټولنې غړي د راتلونكو ټاكنو د امنيت په اړه اندېښنې لري، خو د كورنيو چارو وزارت وايي، د ټاكنو د امنيت د ټينګښت لپاره پوره چمتووالى نيول شوى او لوى ګواښ د ټاكنو په وړاندې نه شته.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د راتلونكو ټاكنو لپاره امنيتي پلان جوړ شوى، چې پر بنسټ به يې په ټول هېواد كې له ۵۰ زرو زيات امنيتي سرتېري د ټاكنو د امنيت پر ټينګښت بوخت وي.