ads

دانش: لسګونه زره امنيتي سرتېري به د ټاكنو امنيت وساتي

كه څه هم عام خلك او د مدني ټولنې غړي د راتلونكو ټاكنو د امنيت په اړه اندېښنې لري، خو د كورنيو چارو وزارت وايي، د ټاكنو د امنيت د ټينګښت لپاره پوره چمتووالى نيول شوى او لوى ګواښ د ټاكنو په وړاندې نه شته.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د راتلونكو ټاكنو لپاره امنيتي پلان جوړ شوى، چې پر بنسټ به يې په ټول هېواد كې له ۵۰ زرو زيات امنيتي سرتېري د ټاكنو د امنيت پر ټينګښت بوخت وي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 تله 1397

د كورنيو چارو وزارت وياند زياته كړه، په ټول هېواد كې امنيت د ډاډ وړ دى او يوازې په ۱۹ ولسواليو كې په لوړه كچه امنيتي ګواښونه شته، چې هلته هم عمليات روان دي.
په همدې حال كې د مدني ټولنې غړى برهان الدين اريايي وايي، كه د ټاكنو امنيت ټينګ نه شي، نو رڼې او عادلانه ټاكنې ناشونې دي.
نوموړى زياتوي، په داسې حال كې چې د دولت وسله والو مخالفينو ټاكنو ته ګواښ كړى، امنيتي ځواكونه بايد د ټاكنو د امنيت ټينګښت ته جدي پام وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېر كابل ښاريان هم د ټاكنو د امنيت په اړه اندېښنه لري او په خبره يې، په اوسنيو حالاتو كې د ټاكنو ترسره كول ستونزمن دي.
دوى له دولت څخه غواړي، چې د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره بايد په ټول هېواد كې د امنيت د ټينګښت په هدف كوټلي ګامونه پورته كړي.
د يادولو وړ ده، چې ټاكنو ته يوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او ټاكل شوې د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه، چې له راتلونكې شنبې ورځې سره برابره ده، له غزني پرته په نورو ټولو ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA