ads

خليلزاد په قطر كې د طالبانو له استازو سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.
له دې ليدنې يوه باخبره كس وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي، د دواړو لورو ترمنځ خبرې په هغه ځاى كې، چې طالبان سياسي دفتر لري، وشوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 تله 1397

دا ورځپاڼه ليكي، تراوسه روښانه نه ده، چې دواړو لورو پر کومو ځانګړو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر دا مهاله په دې اړه، چې ايا دا ليدنه شوې او كنه؟ له تبصرې كولو ډډه كړې ده.
بلخوا د ياد وزارت يوه وياند د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، ځانګړې غونډې او يا د ډيپلوماټيكو خبرو متحوا نه شي تاييدولى، خو په وينا يې، د خليلزاد د سفر هدف همدا دى، چې له بېلابېلو لورو سره د مذاکرو له لارې د افغانستان د لانجې لپاره يوه حل لار ولټوي.
خليلزاد د يوه پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په ترڅ كې، چې نېږدې ۱۰ ورځې مخكې پيل شوى او سبا پاى ته رسېږي، له افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر څخه ليدنه وکړه او د دغو هېوادونو له چارواكو سره يې وكتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA