خليلزاد: د افغانستان د سولې لپاره د امريكا هڅې دوام لري

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، متحده ايالات د سولې په برخه کې د افغان حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې اړه يې كوښښونه دوام لري.
هغه دا څرګندونې نن سهار په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.