د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، متحده ايالات د سولې په برخه کې د افغان حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې اړه يې كوښښونه دوام لري.
هغه دا څرګندونې نن سهار په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د دې ليدنې په وخت د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
خليلزاد افغان جمهور رئيس ته پاكستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته د خپلو وروستيو سفرونو په تړاو راپور وړاندې كړ.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، د هر هغه اقدام او هڅې قدرداني کوي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره وي.
بايد وويل شي، چې خليلزاد تېره اونۍ يادو هېوادونو ته تر تګ وړاندې هم كابل ته راغلى او له افغان چارواكو او ځينو سياسي او جهادي څېرو سره د سولې په اړه غږېدلى و.


