ads

په كندوز كې د غالۍ اوبدلو ښارګوټى جوړېږي

په كندوز كې د غالۍ اوبدلو يو ستر صنعتي ښارګوټى جوړېږي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا ښارګوټى، چې تازه يې د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو او پليو لارو د جوړېدو کار پيل شوى، په کې به ۱۱۰ لويې او وړې د غالۍ اوبدلو فابريكې جوړې شې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 تله 1397
په كندوز كې د غالۍ اوبدلو ښارګوټى جوړېږي

په كندوز كې د غالۍ اوبدلو يو ستر صنعتي ښارګوټى جوړېږي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا ښارګوټى، چې تازه يې د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو او پليو لارو د جوړېدو کار پيل شوى، په کې به ۱۱۰ لويې او وړې د غالۍ اوبدلو فابريكې جوړې شې.
سرچينه زياتوي، په دې ښارګوټي كې به ۲۰ هستوګنيز بلاکونه، چې هر يو به يې پنځه پوړه لوړوالى ولري، جوړ شي.
د سرچينې په وينا، د هر يوه بلاك لپاره ۳۰ اپارتمانونه ډيزاين شوي، چې د لومړي پړاو د چارو په بشپړېدو سره به يې د دوهم پړاو کارونه پيل شي.
د كور او ښار جوړولو سرپرست وزير روښان ولسمل د كندوز له والي عبدالجبار نعيمي سره په ليدنه كې هغه ته ډاډ وركړى، چې په دغه ولايت کې به د غالۍ اوبدلو د ښارګوټي ټولې ساختماني چارې پرته له ځنډه په درېيو پړاوونو کې په يو بل پسې بشپړې كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA