د پيسو نړيوال صندوق وايي، په راتلونكو اونيو كې پاكستان ته يوه كاري ډله استوي، چې دې هېواد ته د بېړني پور وركولو په اړه خبرې وكړي.
دا اعلان وروسته له هغې شوى، چې د پاكستان حكومت د پيسو له نړيواله صندوقه د بېړنۍ مرستې غوښتنه وكړه.
د ياد صندوق اجرايوي مشرې كريسټاين لاګارډ پرون په انډونيزيا كې د پاكستان د اقتصاد له وزير اسد عمر سره وليدل او وروسته يې په يوه خبرپاڼه كې دغه هېواد ته د خپلې يوې كاري ډلې د لېږلو خبر وركړ.
که د پيسو نړيوال صندوق پاکستان ته د مالي ملاتړ له برابرولو سره هوكړه وکړي، نو دا به له ۱۹۸۸يم ميلادي کال راهيسې دې هېواد ته د دغه صندوق لخوا په ديارلسم ځل پور ورکول وي.
اسلام اباد د پيسو له نړيوال صندوقه وروستى پور په ۲۰۱۳م كال اخيستى و، چې څه کم اووه ميليارد ډالرو ته رسېده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، د پيسو د نړيوال صندوق له لوري به پاکستان ته پور ورکول ځکه منطقي نه وي، چې اسلام اباد تر ډېره دا پيسې د چين په پورونو کې ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ