ads

د ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا كوي

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د پنځو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون د ۱۳۶ وسله والو مخالفينو د وژلو او ۳۶ نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 تله 1397
د ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا كوي

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د پنځو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون د ۱۳۶ وسله والو مخالفينو د وژلو او ۳۶ نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.
دغه وزارت نن په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په غزني، لوګر، خوست، پکتيا، ننګرهار، کندهار، فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو كې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA