ads

حكمتيار: راتلونکې ټاکنې هېڅ ستونزه نه شي هوارولی

د ملت غوڅ اکثریت او سیاسي ګوندونه د ټاکنو له پروسې ناخوښ دي او راتلونکې ټاکنې هېڅ ستونزه نه شي هوارولی.
دا خبرې نن د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ملي یووالي د سترې مجمع یا میسم تر نوم لاندې په هېواد کې د روان بحران د پای ته رسولو په هدف په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 تله 1397

ده وویل، د ملت غوڅ اکثریت په دې باور دی، چې په راتلونکو ټاکنو کې به درغلۍ کېږي او یوازې هغه کسان به په کې بریالي کېږي، چې د پرديو هېوادونو د سفارتونو له لوري منل شوي وي.
حکمتیار په ورته وخت کې وایي، د ټاکنو له ۷ زره مرکزونو ۲ زره یې په لوی لاس او د سیاسي دلایلو له مخې ناامنه شوي او هلته ټاکنې نه شي ترسره کېدای.
د حزب اسلامي مشر راتلونکې ټاکنې ماشومانه او مسخره بولي او زياتوي، دا ډول ټاکنې هېڅ ستونزه نه شي هوارولی.
په ورته وخت کې د ملي یووالي د سترې مجمع يا میسم غړو د دې ټولنې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې او یو پرېكړه ليك يې وړاندې كړ.
د پرېكړه ليك په یوه برخه کې راغلي وو، د ملي یووالي حکومت یوه ناکامه تجربه وه، چې باید تکرار نه شي، پارلماني ټاکنیز سیسټم یو غیرې عالانه سیسټم دی، چې باید په کې بدلون رامنځته شي او د ټاكنو سیسټم له SNTV څخه PR ته واړول شي.
په يادې دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د هېواد د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازي او مخور شخصیتونه په كې راغونډ شوي وو، د میسم یا د ملي یووالي د سترې مجمع په نوم یوه شورا رامنځته شوه.
د شورا غړو یادونه وکړه، چې دوى به په راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو کې د ټولو غړو په خوښه وړ کاندید د جمهوري ریاست لپاره وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA