د ګلبهار افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې نن دوه لوبې ترسره کېږي.
لومړی لوبه د افغانستان په وخت په څلور بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي چې د کابل او کندهار لوبډلو تر منځ ترسره کېږي او دويمه لوبه بيا د ننګرهار او بلخ تر منځ د شپې په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي. تېره شپه پکتيا لوبډلې بلخ ته ماتې ورکړه.
د ګلبهار افغانستان د کرکټ غوره ليګ د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره کېږي.
په دې ليګ کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يوشمير مشهور لوبغاړي هم لوبه کوي.


