د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې راتګ لپاره بايد داسې جرګه جوړه شي چې ټول افغانان پرې باور ولري.
حکمتيار چې نن يې د ملي يووالي د مجمع په نوم په کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، د دغه جرګې غړي بايد د جګړې له هېڅ اړخ سره تړاو ونه لري او د سولې لپاره يوه جامع او هر اړخيزه طرحه جوړه کړي
حکمتيار زياته کړه، دغه طرحه بايد ټول اړخونه ومني او که د جګړې کوم لوری بيا هم له دې طرحې سره مخالفت کوي او په جګړه ټينګار کوي، جرګه بايد تصميم ونيسي او د دغه لوري پر وړاندې ملت منسجم کړي.
د حکمتيار په خبره، د دغه طرحې له مخې بايد له ګاونډيو هېوادونو د خپلې پراخې لاسوهنې د بندولو، د روانې جګړې له ښکېلو اړخونو له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو د پيلولو او اوربند غوښتنه وشي.
حکمتيار زياته کړه، اوس مهال په جګړه کې ښکېل اړخونه په خپلو هوايي بريدونو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې ملکي وګړي په نښه کوي او نور بايد دغه حالت پای ته ورسېږي.


