د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، له ټاکنو پرته د واک د لېږد بديل نشته او هغوی چې له ټاکنو سره مخالفت کوي د روان بحران دوام غواړي او هڅه كوي د بهرنيانو په زور په افغانستان کې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي.
ګلبدين حکمتيار چې نن يې د ملي يووالي د مجمع په نوم په کابل کې جوړې غونډې ته خبرې کولې وويل، له ټاکنو پرته روانه جګړه پای ته نه رسېږي او نه داسې يو ځواکمن حکومت رامنځته کېدای چې ټول ملت د باور وړ وي.
له بل لوري بيا حکمتيار په حکومت او نړيواله ټولنه نيوکه وکړه چې غواړي د ولسي جرګې په را روانو ټاکنو کې درغلې وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې د داسې ټاکنې پايلې به هومره خطرناکې وي چې حکومت به يې هم مديريت نه شي کړای.
د حکمتيار په خبره، په دې ټاکنو کې ۶ ميليونه افغان کډوال، دوه مېليون بې ځايه شوي او د شاوخوا ۴۰ سلنه ناامنو سيمو اوسېدونکي د رايې کارولو له حق محرومېږي چې ټول شمېر يې د افغانستان له نيمايي نفوس يعنې ۱۵ ميليونو زياتېږي.


