په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، دغه سازمان د افغان جګړې د خصوصي کېدو هېڅ ډول پلان نه لري او په دې برخه کې د جمهور رئيس غني او افغان حکومت د هغه دريځ ملاتړ کوي، چې د جګړې د خصوصي کېدو مخالفت يې کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په، مزار شريف ښار کې خبري غونډې ته وکړې.
د ناټو ملکي استازي کورنلېس زېمېرمن زياته کړه، چې د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو د دوام ژمنې کړې او هغه به عملي کوي.
افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي همداراز وويل، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانانو لپاره يو ديموکراتيک او تاريخي بهير دی.
د هغه په خبره، افغان امنيتي ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د را روانو پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو پوره وړتيا لري.
دى زياتوي، راتلونکې ټاکنې د افغان دولت، په افغانستان کې د ناټو د ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډېرې مهمې او په لومړيتوبونو کې دي.
زېمېرمن وويل، په افغانستان کې ستونزې شته او ناټو سازمان به د يادو ستونزو د حل لپاره له افغان ځواکونو سره ټولې هغه مرستې وکړي، چې په توان کې يې دي.


