ads

د ټاکنو کمېسيون: ښايي يو شمېر نوماندان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، يو شمېر نوماندانو په ټاکنيزو مبارزو کې له ټاکل شوي حد ډېرې پيسې مصرف کړې دي.
د ټاکنو کمېسيون د رسنيو کمېټې مرستيال نورولي خپلواک وايي، په ټاکنيزو مبارزو کې د پيسو د لګولو ټاکل شوی حد له ۸ سوه زره افغانيو تر ۲ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو پورې دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 تله 1397

دی زياتوي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې يو شمېر نوماندانو تر دې دېرې پيسې مصرف کړې دي.
خپلواک زياته کړې، کمېسيون په لومړي ګام کې له سرغړوونکو د اصلاح غوښتنه کوي، وروسته خبرداری ورکوي، بيا نغدي جريمه ترې اخلي او په پای کې هم د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره په همغږۍ دوی عدلي او قضايي ادارو ته ور پېژني.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA