د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې تېره شپه د ننګرهار پر وړاندې د کابل په ګټه د حضرت الله ځاځي خورا تېزې سليزې او په زړه پورې لوبې د نړۍ په لروبر کې د کرکټ مينه وال هک پک کړل.
نوموړي په ۵۵ بالونو د ۹ شپږيزو او ۱۲ څلوريزو په مټ ۱۲۴ منډې وکړې. که څه هم تر دې وړاندې د کرکټ په تاريخ کې دغه ډول تېزې لوبې شوې دي، خو حضرت ځاځي د مجيب او مکلېنهن په څېر د خورا ښو توپ اچوونکو پر وړاندې ډېزه تېزه لوبه وکړه او نړۍ ته يې وښوده چې افغان لوبغاړي نه يوازې په توپ اچونه بلکې توپوهنه کې هم د پام وړ ستوري لري او راتلونکې يې خورا روښانه ده. دغه لوبه چې تېره شپه د کابل او ننګرهار ترمنځ ترسره شوه، ننګرهار لوبډلې کابل ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، خو کابل يوازې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې په اسانۍ وګټله.
کابل ځوانانو لوبډلې تر دې مهاله ۳ لوبې کړې، دوه يې ګټلې او يوه يې هم بايللې ده.
ټاکل شوې نن هم د افغانستان د کرکټ د غوره ليګ اوومه لوبه د پکتيا پندرز او بلخ لېجېنډس ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې ۵ لوبډلې، کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ او پکتيا لوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


