ads

خپلواک: د طالبانو په منځ کې د سولې بحثونه پيل شوي

د سولې عالي شورا وايي، د دوی تر هڅو وروسته اوس مهال د وسله والو طالبانو په سياسي او پوځي دواړو برخې کې د سولې په تړاو بحثونه پيل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 تله 1397
خپلواک: د طالبانو په منځ کې د سولې بحثونه پيل شوي

د سولې عالي شورا وايي، د دوی تر هڅو وروسته اوس مهال د وسله والو طالبانو په سياسي او پوځي دواړو برخې کې د سولې په تړاو بحثونه پيل شوي دي.
د دغه شورا د دارلانشا رييس محمد اکرم خپلواک نن په کابل کې له جهادي او سياسي څېرو سره د سولې عالي شورا په مشورتي ناسته کې وويل، دوه کاله وړاندې د وسله والو طالبانو په منځ کې د سولې بحث نا ممکن وو، خو اوس د دوی تر منځ د سولې پراخ بحثونه پيل شوي دي.
خپلواک په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سولې په تړاو د ملي، تر يوې کچې سيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځته کېدل او په کابل، اندونيزيا او مکه معضمه کې د ديني عالمانو د کنفرانسونو جوړېدل د سولې عالي شورا لاسته راوړنې وبللې او ټينګار يې وکړ چې اوس مهال د افغانستان د سولې بهير يو حساس پړاو ته داخل شوی او د امريکا له لوري د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي ټاکل يې يوه نښه ده.
د سولې عالي شورا داسې مهال د سولې په تړاو د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي چې تر دې مهاله په افغانستان کې د سولې هر ډول هڅې بې پايلې دي او په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ځای جګړه لا پسې غځېږي او پراخېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA