ads

خليلي: يوازې بين الافغاني خبرې د افغانستان لانجه هوارولای شي

د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان له روانې لانجې د راوتلو لپاره يوازينۍ حللاره بين الافغاني خبرې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 تله 1397
خليلي: يوازې بين الافغاني خبرې د افغانستان لانجه هوارولای شي

د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان له روانې لانجې د راوتلو لپاره يوازينۍ حللاره بين الافغاني خبرې دي.
د سولې عالي مشر کريم خليلي نن له سياسي او جهادي څېرو سره په مشورتي ناسته کې وويل، د سولې د راوستلو په برخه کې د ليدلورو توپير شته خو په ټوله کې په دې تړاو ملي اجماع رامنځته شوې ده.
د سولې عالي شورا مشر دغه راز وويل، د سولې پروسې د برياليتوب لپاره به د ټولنې له ټولو اقشارو سره مشورې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ويلي، په افغانستان کې به د سولې راوستو لپاره له خپلې ټولې تجربه ګټي واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA