ads

جمهوررئيس غني ټاکنو ته د ټولو تخنيکي شرايطو د برابرېدو په تړاو ډاډ ورکړ

جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د ټاکنو لپاره ټول تخنيکي شرايط برابر شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 تله 1397
جمهوررئيس غني ټاکنو ته د ټولو تخنيکي شرايطو د برابرېدو په تړاو ډاډ ورکړ

جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د ټاکنو لپاره ټول تخنيکي شرايط برابر شوي دي.
غني چې تېر ماښام يې د هېواد د ۳۴ ولايتونو دفاعي، امنيتي او سيمه‎‎ييزو مسوولينو سره په توحيد ملي مرکز کې د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې کولې وويل، د ټاکنو پروسې برياليتوب د دوی لومړيتوب دی او دغه راز، هېڅ ملکي او نظامي شخص په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري او د تثبيت په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
جمهوررئيس د غزني د ټاکنو په اړه وويل، د ياد ولايت د ټاکنو په اړه خبرې دوام لري او د غزني خلک به له خپل قانوني حق محروم نه شي.
دغه راز جمهوررئيس ملکي چارواکو ته وويل، د ځواکونو ځای پرځای کول د قول اردوګانو، پوليسو او ملي امنيت واک دی او ملکي برخې په دې چارو کې لاسوهنه نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA