په هلمند كې ځانمرګي بريد د يوه كانديد په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په هلمند كې ځانمرګي بريد د ولسي جرګې د يوه كانديد په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د مركز لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ولسي جرګې د كانديد صالح محمد اڅکزي پر دفتر شوى دى.