په هلمند كې ځانمرګي بريد د ولسي جرګې د يوه كانديد په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د مركز لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ولسي جرګې د كانديد صالح محمد اڅکزي پر دفتر شوى دى.
سرچينې زياته كړې، په دغه ځانمرګي بريد كې د ياد كانديد په ګډون اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان دا پېښه غندلې او كشفي ادارو ته د هغې د څېړلو امر كړى دى.
د بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


