د هرات په ګذرې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په خپلمنځي جګړه كې د دې ډلې ۲۵ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، د هېواد په لوېديځه حوزه كې د طالب قوماندان عبدالمنان نيازي يو شمېر پلويانو د يادې ولسوالۍ په پيرخوله سيمه كې د طالبانو د سرې قطعې له وسله والو سره جګړه كړې ده.
دى وايي، په دې جګړه كې د سرې قطعې ۱۱ جنګيالي او د نيازي شپږ پلويان وژل شوي دي.
فرهاد زياته كړه، د نښتې په مهال د دواړو لورو اته تنه ټپيان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


