په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان ونيول شول

په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، په دې كسانو كې د ښاروالۍ او ټرانسپورټ رياستونو كاركوونكي او درې تنه د خوراكي توكو واردوونكي شامل دي، چې د ملي امنيت ځواكونو له لوري ونيول شول.