ads

په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان ونيول شول

په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، په دې كسانو كې د ښاروالۍ او ټرانسپورټ رياستونو كاركوونكي او درې تنه د خوراكي توكو واردوونكي شامل دي، چې د ملي امنيت ځواكونو له لوري ونيول شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 تله 1397
په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان ونيول شول

په هرات كې د اداري فساد په تور شپږ كسان نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، په دې كسانو كې د ښاروالۍ او ټرانسپورټ رياستونو كاركوونكي او درې تنه د خوراكي توكو واردوونكي شامل دي، چې د ملي امنيت ځواكونو له لوري ونيول شول.
د هغه په خبره، تر دا مهاله د يادو كسانو لخوا د شوي فساد او حيف و ميل شوې عامه شتمنۍ كچه معلومه نه ده.
فرهاد زياته كړه، د ملي امنيت ځواكونو د ناراجستره سيمكارتونو درې پلورونكي هم نيولي دي.
د هرات د والي وياند وايي، نيول شوي كسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA