ads

په غور كې ټرافيكي پېښې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ كې د يوه مسافر وړونكي موټر د چپه كېدو په پېښه كې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 تله 1397
په غور كې ټرافيكي پېښې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ كې د يوه مسافر وړونكي موټر د چپه كېدو په پېښه كې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، دا پېښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مسافر وړونكى فلاينكوچ ډوله موټر له ګرماب كلي سرجنګل ته روان و.
د ده په وينا، په دې پېښه كې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې د دوو روغتيايي حالت نازك دى.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA