ads

په غزني كې د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو د غزني په ده يك ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوه كمپ د بريد په ترڅ كې پنځو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 تله 1397
په غزني كې د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو د غزني په ده يك ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوه كمپ د بريد په ترڅ كې پنځو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه له درنو وسلو په استفادې شوى، چې له كبله يې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، تر بريد وروسته امنيتي ځواكونو پر طالبانو هوايي بريدونه وكړل، خو د تلفاتو په اړه يې كره معلومات نه لري.
نوري د طالبانو دا ادعا چې وايي، ياد كمپ يې نيولى او شاوخوا ۳۰ افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې، ردوي.
بلخوا د غزني د والي وياند وايي، د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د هوايي عملياتو په پايله كې شاوخوا شپږ طالبان وژل شوي دي.
نوري زياته كړه، دا عمليات پرون له غرمې وروسته او تېره شپه ترسره شول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA